تجارت
دکاندار سره مخکې پیسې ایښودل او بیا آينده کې ورنه سودا کول.
(فتوا شمیره: 142)
پوښتنه
یو نفر یو دوکاندار ته څه اندازه پیسې ورکړي او په دغه وخت کې ورته ونه وايي چې ما له تانه په دغه روپیو فلانکی څیز واخیست، بیا له دې نه وروسته دغه نفر له دوکاندار نه لږ څیزونه وړي او بیا څه زمانه بعد دواړه سره حساب وکړي او هغه پخوانۍ روپۍ پکې خلاصې کړي ، نو آیا دغه بیعه جائز ده او که نه؟ حالانکې دپیسو ورکولو وخت کې ددغه څیز قیمت او ثمن معلوم نه وي.
الجواب وبالله التوفیق
په یاد شوي صورت کې که دغه مخکې ورکړل شوې پیسې قرض وي نو بیا دغه شان معامله جائز ده او که پیسې امانت ورسره ږدي بیا هم صحیح ده خو په دې صورت کې که دڅیزونو داخستلو نه مخکې پیسې هلاکې شوې نو دغه دکاندار یې ذمه دار نه دی یعنې تاوان ورباندې نشته ، او که دغه پیسې قیمت وي دهغه څیزونو چې په آینده کې کومه سودا له دوکاندار سره کوي، نو بیا دامعامله جائز نه ده، ځکه مبیعه هم مجهوله ده او دهغې ثمن هم مجهول دی.
الوديعة أمانة في يد المودع إذا هلكت لم يضمنها لقوله – عَلَيْهِ السَّلَامُ -: ” ليس على المستعير غير المغل ضمان، ولا على المستودع غير المغل ضمان (هدایه کتاب الودیعة)
ويفسد البيع سبعة اشياء أجدها جهالة الثمن والثاني جهالة الاجل وربما يردان الى الصحة لانها من توابع العقد والثالث جهالة المبيع وهذا لا يرد الى الصحة بل يستقبل البيع الا ان يجده انقص مما سمى كما وصفه فلا يكون البيع بيعا اذا كان المبيع مجهولا (النتف فی الفتاوی ټوک ۱مخ ۴۷۴ مایفسدالبیع)