جرائم او دهغې سزاګانې
مریض په غلطه دوايي سره مړشو ایا دوا ورکونکی ضامن دی؟
سوال:یو کس مریض ته داسې دوایيورکړه چې هغې سره مریض مړشو نو ایا دوایي ورکونکی ضامن دی؟
جواب:
که مریض ته دوایي ماهر تجربه کار ډاکټر یا حکیم ورکړي نو بیا ضمان نشته اوکه نه ډاکټر وي اونه حکیم او مریض په دغه دوايي سره مړ شو نو دوايي ورکونکي باندې دیت او کفاره دواړه لازم دي.
په حدیث شریف کې دي:
(قال النبي صلی الله علیه وسلم من تطیب ولایعلم منه طب فهو ضامن) ابوداؤد جلد۲ ص۲۸۲ کتاب الدیات.