تجارت

آیا په بیع مرابحه کې دحیوان دخوراک مصارف دثمن سره یوځای کول روادي؟

(فتوا شمیره: 143)

پوښتنه

که یو نفر څه حیوانات واخلي او بیا په دغه حیواناتو دخوراک مصرف راشي خو بل طر ف دغه نفر له دغه حیواناتو شیدې هم خوري نو آیا په وخت دخرڅولو کې په بیعه مرابحه باندې، ددغه خوراک مصارف یوځای کولای شي په ثمن ددغه حیواناتو باندې؟

الجواب وبالله التوفیق

دخوراک مصارف دحیواناتو دثمن سره یوځای کول صحیح دي، البته که شیدې یا وړۍ یې ترینه اخستې وي نو هغه اندازه دخوراک مصرف به په ثمن نه وراچوي او چې کوم زیات شي نو هغه دخوراک مصرف بیا په مرابحه کې دحیوان په ثمن وراچول صحیح دي.

ويضم علف الدواب إلا أن يعود عليه شيء متولد منها كألبانها وصوفها وثمنها فيسقط قدر ما نال ويضم ما زاد (فتاوی عالمګیريه ټوک۳ مخ۱۶۲)

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close