نکاح ، طلاق او کورني مسائل

که څوک له میړه نه په چل او فریب وکالة واخلي او بیا په محکمه کې ورباندې طلاق واخلي

(فتوا شمیره: 144)

پوښتنه

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

جناب مفتي صاحب:

که یوه ښځه له خاوند نه په چل او فریب خپله یا دبل چا په ذریعه وکالت واخلي او بیا په محکمه کې دغه وکالت دخاوند خلاف استعمال کړي او طلاق واخلي نو آیا دغه طلاق صحت لري او که نه؟ په درنښت.

 (پوښتنه کونکی: ولی جان)

الجواب وبالله التوفیق

وکیل چې کله دچا ښځې ته طلاق ورکوي نو داهغه وخت صحیح کیږي چې ددغه ښځې خاوند دغه نفر خپلې ښځې ته دطلاق ورکول وکیل جوړ کړی وي، اویا خپلې ښځې ته دطلاق ورکولو خبره شروع وي او دغه نفر وکیل جوړ کړي نو بیا دطلاق ورکولو وکیل دی، نو که دغه وکیل طلاق ورکړي طلاق یې صحیح دی.

او که دطلاق وکالت یې نه وي ورکړی بلکې دښځې او میړه مینځ کې په بل کوم څیز دعوه  وي او مسئله ېې محکمې ته لاړه شي او یو کس دخاوند له طرفه وکیل شي  اودغه وکیل طلاق ورکړي نو طلاق یې صحیح نه دی.

دغه رنګې که میړه خپلې ښځې ته دطلاق وکالة ورکړي نوښځه ځان ته طلاق ورکولای شي، او که دبل کوم څیز باره کې یې وکالة ورکړی وي نو بیا خپل ځان ته په دغه وکالة سره طلاق نشي ورکولای، او نه په محکمه کې ورباندې طلاق اخستی شي .

وعن محمد لو قال هو وكيلي في كل شيء جائز صنعه كان وكيلا في البياعات والهبات والإجارات وعن أبي حنيفة أنه يكون وكيلا في المعاوضات دون الهبات والعتاق وقال مولانا وهذا كله إذا لم يكن في حال مذاكرة الطلاق فإن كان في حال مذاكرة الطلاق يكون وكيلا بالطلاق كذا في الخانية وأطلق في فعل الوكيل فشمل ما إذا سكر فطلق فإنه يقع على الصحيح كما في الخانية (بحرالرائق ټوک۳ مخ ۳۵۹)

المادة ( 1470 ) – ( إذا خالف الوكيل في الجنس , يعني لو قال الموكل : اشتر من الجنس الفلاني . واشترى الوكيل من غيره , لا يكون نافذا في حق الموكل وإن كانت فائدة الشيء الذي اشتراه أزيد يعني يبقى المال الذي اشتراه الوكيل له ولا يكون مشترى للموكل ) دررالحکام في شرح مجلة الاحکام ټوک۳ مخ۵۹۹.

قال رحمه الله ( وكلها بطلاقها لا يملك عزلها ) لأنه يمين من جهته لما فيه من معنى اليمين وهو تعليق الطلاق بفعلها ولا يصح الرجوع عن اليمين (بحرالرائق ټوک۸ مخ۵۵۱)



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close