ميراث او وصيت

آیا دښځې په میراث کې بنځيي(دمیړه ځوی) ته حصه رسیږي او که نه؟

(فتوا شمیره: 147)

پوښتنه

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته

جناب مولوي صاحب زما یوه پوښتنه ده:

که چیرې د یوې ښځې میړه وفات شوی وي، او وروسته دا ښځه هم وفات شي، خو دا ښځه خپل اولاد نه لري، نو آیا ددې ښځې جایداد یا وراثت د دې (بنځيي) یعنې د میړه اولاد ته رسیږي که نه؟ په داسې حال کې چې د ښځې مور او پلار او وروڼه شته. که رسیږي څومره؟ او په څه طریقه ؟

(پوښتنه کونکی: ګل محمد – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

په یاد شوي صورت کې چې کله اول میړه وفات شوی دی او دبلې ښځې څخه دمیړه اولاد هم شته، نو ددغه میړه نه به دغه ښځې ته دمیړه په مال کې اتمه حصه ورکول کیږي ، او بیا چې کله دغه ښځه وفات شوه نو ددې خپل مال، جائیداد وغیره او کوم چې دمیړه نه ورته په میراث کې پاتې شوی، دغه ټول مال به ددغه ښځې مور او پلار ته ورکول کیږي او دمیړه داولاد ته پکې حصه نه رسیږي .

فیبدأ باصحاب الفرائض وهم الذین لهم سهام مقدرة في کتاب الله تعالی ثم بالعصبات من جهة النسب والعصبة کل من یأخذ ماابقته اصحاب الفرائض. (السراجي مخ ۴قدیمي کتبخانه)



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close