ميراث او وصيت

کله چې زامن او پلار سره جداشي نو یو بل باندې دتقسیم وخت کې دمیراث حق تقسیمیږي او که نه؟

(فتوا شمیره:۱۵۱)

پوښتنه

جناب مفتي صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

زما پوښتنه داده چې که دوه وروڼه دپلار په ژوند کې سره جلا شوي وي، نو پلار په دواړه زامنو شپږمه حصه حق دمیراث لري، نو کله چې پلار وفات شي دغه دپلار شپږمه حصه دمیراث حق کې یو ورور په بل حق لري او که نه؟ جزاک الله خیرا.

الجواب وبالله التوفیق

کله چې وروڼه او پلار په خپل ژوند کې سره جدا شي نو دغه وخت کې دمیراث حق یو بل باندې نه وي ځکه چې میراث دیوکس دوفات کیدلو نه وروسته وي او دلته ټول ژوندي دي، البته چې کله هم کوم یو وفات شي دهغه ټول مال جائداد به دشریعت مطهره مطابق په ژوندي وارثانو تقسیمیږي.

نو په یاد شوي صورت کې دیو ورور په بل باندې حق نشته بلکې دواړه به دپلار دوفات نه وروسته دده مال جائداد، به دوارثانو په مینځ کې دشریعت مطابق تقسیموي.

المسألة السابعة والثلاثون – تتعلق حقوق أربعة مترتبة في تركة الميت وهي : 1 – تجهيز وتكفين الميت بلا إسراف ولا تعتبر من أمواله . 2 – تؤدى جميع ديونه من أمواله الباقية . 3 – تنفذ وصيته من أمواله الباقية بعد ذلك من ثلث أمواله وتوفى  4– تقسم جميع أمواله الباقية بين ورثته على الوجه الشرعي  (دررالحکام شرح مجلة الاحکام ټوک ۳مخ ۹۳)



اړونده فتواګانې

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close