طهارت او لمونځ

دروژې په میاشت کې دسهار په جمعه لمونځ وختي په تیاره کې ادا کول

(فتوا شمیره:۱۵۳)

پوښتنه

السلام علیکم:

په رمضان کې په ځینو جوماتونو کې د سهار لمونځ د صباح له راختو څخه لږ وروسته ادا کیږي یعنې لا پوره تیاره وي آیا دا عمل سم دی؟

لطفاً د حنفي فقهې په رڼا کې مدلل ځواب راکړئ.

الجواب وبالله التوفیق

دسهار لمونځ په رڼا کې ادا کول افضل دي ځکه چې په رڼاکې ادا کولو سره زیات خلک دجمع لمونځ مومي، البته که د رمضان په میاشت کې په اول وخت ادا کولو سره په جمع کې زیاتوالی راځي نو بیا په اول وخت کې په جمعه لمونځ کول افضل دي.

والذي يؤيده كلام الشراح أن ما ذكره أئمتنا من استحباب الإسفار بالفجر والإبراد بظهر الصيف معللا بأن فيه تكثير الجماعة (شامي ټوک ۱ مخ ۲۴۹ مطلب فی الفرق بین الظن وغلبة الظن)

قوله: (كنت أَتَسحَّرُ في أهلي، ثُمَّ يكونُ سُرْعَةٌ بي أَنْ أُدْرِكَ صلاةَ الفجرِ مَعَ رَسولِ الله صلى الله عليه وسلّم) ولعل هذا التَّغْلِيس كان في رمضان خاصة، وهكذا ينبغي عندنا إذا اجتمعَ النَّاس، وعليه العمل في دار العلوم بديوبند من عهد الأكابر. (فیض الباري علی صحیح البخاري للکشمیري ټوک۲ مخ ۱۷۸)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close