متفرق مسائل
په ولاړه خوراک کول
سوال:نن سبا په بعضې ځایونو کې په ولاړه دخورا ک انتظام شوی وي نو ایا په ولاړه خوراک جائزدی؟
جواب:
باید په افسوس سره ووایو چې زمونږ بعضې مسلمانان وروڼه د غربیانو نه متاثره دي لهذا په خوراک سکاک او نورو کارونو کې د غربیانو تقلید کوي او دخپل پیغمبرپاک صلی الله علیه وسلم سنت یې پریښې دي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم بلاضرورته په ولاړه دخوراک سکاک نه منعه کړې ده لهذا په ولاړه خوراک کول مکروه دي.
(عن قتادة عن انس رضی الله عنه عن النبي صلی الله علیه وسلم انه نهی ان یشرب قائما فقلنا الاکل فقال ذاک اشر واخبث) صحیح مسلم جلد۲ ص۱۷۳ باب الشرب قائما.