روژه او اعتکاف

که څوک پیشمنی ونه کړي او روژه ونیسي.

(فتوا شمیره:۱۵۵)

پوښتنه

مفتي صاحب که یوسړی دروژې په میاشت کې روژه ماتی وکړي او پیشمنی ونه کړي نو دده روژه کیږي او که نه؟

الجواب وبالله التوفیق

پیشمنی کول مستحب دي ، یعنې په کولو کې یې ثواب دی او په پریښودلو یې ګناه نشته،

(او نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي چې پیشمنی کوئ ځکه دې کې برکت دی)، او دغه فضیلت په اوبو څکلو سره هم حاصلیږي ، نو که یو څوک روژه ونیسي او پیشمنی ونکړي نو روژه یې صحیح ده.

قوله ( ويستحب السحور ) لما رواه الجماعة إلا أبا داود عن أنس قال قال رسول الله تسحروا فإن السحور بركة قيل المراد بالبركة حصول التقوي على صوم الغد أو زيادة الثواب قال في البحر ولم أر صريحا في كلامهم أنه يحصل السنة بالماء وحده وظاهر الحديث يفيده وهو ما رواه أحمد السحور كله بركة فلا تدعوه ولو أن يجرع أحدكم جرعة من ماء فإن الله وملائكته يصلون على المتسحرين (شامي ټوک۲ مخ ۴۱۹)

 

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close