زکات،سرسايه اوعشر

د قرض په روپیو زکات شته او کنه ؟

فتوي شمیره : (۱۵۶)

محترمه السلام علیکم وبعد
یو سړي چاته قرض ورکړ، خو شکمن دی چې قرض به بېرته خپل مالک ته ورکړي اوکنه ؟ نو په دې سړي باندې زکاة شته او کنه ؟
بله پوښتنه داده چې یو کس په چا باندې یو شی خرڅ کړي او روپۍ شکمنې وي چې وربه یې کړي او کنه ؟ مګر دومره یقین یې وي چې مبیعه واپس له مشتري (پیرودونکي ) څخه اخیستلی شي نو په دې صورت کې په بایع ( پلورونکي ) باندې زکاة شته او کنه ؟ بینوا توجروا

الجواب وبالله التوفیق
که څوک چاته روپۍ قرض ورکړي او یا په چا باندې څه سامان خرڅ کړي او روپۍ ورباندې پور پاتې شي ، په دواړو صورتو کې تر څو یې قرض وصول کړی نوي د دې روپیو زکاة پرې لازم ندی ، او کله چې قرض وصول کړي ( او دی صاحب نصاب هم وي ) نو زکاة پرې واجب شي او د تېرو کلونو زکاة به هم ورکوي .
وزكاة الدين على أقسام فإنه قوي ووسط وضعيف فالقوي وهو بدل القرض ومال التجارة إذا قبضه وكان على مقر ولو مفلسا أو على جاحد عليه بينة زكاة لما مضى ويتراخى وجوب الأداء إلى أن يقبض أربعين درهما ففيها درهم لأن ما دون الخمس من النصاب عفو لا زكاة فيه وكذا فيما زاد بحسابه ( مراقي الفلاح , مخ :۲۶۲ ،کتاب الزکاة ، ط : بیروت
فإذا قبض ذلك كله أو أربعين درهما منه ولو باقتطاع ذلك من أجرة الدار تجب زكاته لما مضى من السنين والناس عنه غافلون.
قوله: (فكلما قبض أربعين درهما يلزمه درهم) وهو معنى قول الفتح والبحر: ويتراخى الاداء إلى أن يقبض أربعين درهما ففيها درهم، وكذا فيما زاد فبحسابه اه: أي فيما زاد على الاربعين من أربعين ثانية وثالثة إلى أيبلغ مائتين ففيها خمسة دراهم،
(ردالمحتار علی درالمختار . ټوک : ۲ ، مخ ۳۰۵ ، کتاب الزکاة ، ط : سعید.
وکذا د في محیط البرهاني ، ټوک ۳ ، مخ ۲۴۶
والله اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close