متفرق مسا‌‌ئل

اسلامي تاريخ دکوم وخت نه شروع شوی دی؟

فتوا شمیره:139)

پوښتنه

اسلامي تاریخ دکوم وخت نه شروع شوی دی؟ او ولې میلادي تاریخ نه استعمالوو؟

(پوښتنه کونکی: محمد – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

اسلامي تاریخ دعمر رضي الله عنه دخلاف په دوره کې شروع شو او هغه داسې چې ابوموسي اشعري رضي الله عنه عمرفاروق رضي الله ته خط راولیږلو چې ستاله طرفه مونږ ته خطونه راځي او تاریخ ورباندې نه وي ، نوعمر رضي الله عنه په اوولسم کال دهجرت باندې صحابه کرام راجمع کړل چې ترڅو اسلامي تاریخ شروع کړي نو مختلفې رأیې راغلې چاویل چې دنبي علیه السلام دپیدائش نه به شروع وکړو او چاویل چې وفات نه به یې شروع کړو خو اتفاق دصحابه کرامو په هجرت باندې راغی او بیا دمحرم الحرام دمیاشتې نه یې شروع کړ ځکه ابتداء دهجرت مدینې منورې ته دمحرم نه شوی وه او حاجیان هم په دغه میاشت کې دبیت الله نه واپس کیږي.

البته میلادي تاریخ د عیسی علیه السلام دپیدائش نه شروع شوی دی او دعیسایانوتاریخ دی او هغه دلمر په حساب باندې دی او اسلام خپله مستقل مذهب او دین دی ، له دې وجې صحابه کرامو په میلادي تاریخ باندې بس والی ونه کړ بلکې خپل تاریخ یې شروع کړ ، ډیراحکام لکه روژه، حج، زکوة ، عدة او دغه شان نورمسائل ورسره تعلق لري او دمسلمانانو لپاره د اسلامي تاریخ استعمال پکار دی.

يروى أن أبا موسى الأشعري كتب إلى عمر : أن يأتينا منك كتب ليس لها تاريخ ، فجمع عمر الناس ، فقال بعضهم : أرخ بالمبعث ، وبعضهم : أرخ بالهجرة ، فقال عمر : الهجرة فرقت بين الحق والباطل فأرخوا بها ، وذلك سنة سبع عشرة ، فلما اتفقوا قالوا : ابدءوابرمضان ، فقال عمر : بل بالمحرم ، فإنه منصرف الناس من حجهم ، فاتفقوا عليه(فتح الباري ټوک7 مخ 268 طبعه ریاض)

 

 



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close