ګروي،سود،وقف

وقف ځمکه کې تصرف کول

سوال:

یو کس خپله ځمکه دهدیرې لپاره وقف کړه دده دوفات نه وروسته او دوقف نه ۳۶ کاله بعد دده ځوی هرچاته اجازه نه ورکوي چې خپل مړی په کې دفن کړي او بعضې ځایو نه ددغه وقف نه یې چې خو ښ شي خرڅوي یې ایا ددې کار په شریعت کې اجازت شته؟

جواب:

کله چې څوک ځمکه دهدیرې لپاره وقف کړي نو دده دملکیت نه وځي له‍ذا ددې نه وروسته په خپله وقف کونکی او یا هم دده ځامن په دغه ځمکه کې تصرف نشي کولای. او نه څوک ورنه ایسارولی شي.

ففي الفتاوی الهندیة:

(وعندهما حبس العین علی ملک الله تعالی علی وجه تعود منفعته الی العباد فیلزم ولایباع ولایوهب ولایورث) الفتاوی الهندیة جلد۲ ص۳۵۰ کتاب الوقف.



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close