زکات،سرسايه اوعشر
په زکات کې د جامو ورکول !!
فتوی شمیره (۱۵۶)
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
مفتی صیب زما دکپړو دوکان دی ، په ما باندې زکات هم فرض دی او یو کال ورباندې تیر شوی دی اوس زه غواړم چې په زکات کې فقیرانو ته جامې ورکړم ، نو آیا زما زکات به ادا شې او که نغدې ورکړم ؟ د سوال ځواب سره له حوالو راکړئ . مننه
المستفتی : عمرخان
الجواب وبالله التوفیق:
د اجناسو په شکل کې زکات ورکول هم جایز دی ، مثلا: جامې ، وریژې ، اوړه ، لوبیا ، بوره ، غوړي، دوا (درمل ) او داسې نور شیان.
البته نغدې پیسې ورکول بهتره ده ،تر څو فقیران پرې خپلې اړتیاوې پوره کړي .
الدلیل علی ذلک :
وجاز دفع القیمة في زکاة وعشر وخراج الخ الدرامختار مع رد المختار ټوک ۲ مخ ۲۸۵
لوعال یتیما فجعل یکسوه ویطعمه وجعله من زکاة ماله ، فالکسوة تجوز لوجود رکنه وهو التملیک واما الاطعام ان دفع الطعام الیه بیده یجوز ایضا لهذه العلة وان کان لم یدفع الیه ویأکل الیتیم لم یجز لانعدام الرکن وهو التملیک .
البحرالرایق ټوک ۲ مخ ۲۰۱
ان اداء القیمة افضل من عین المنصوص علیه ، وعلیه الفتوی .
الفتاوی الهندیة ټوک ۱ مخ ۱۹۲ الباب الثانی من صدقة الفطر
وکذا فی البحرالرایق ټوک ۲ مخ ۲۲۱ ط