تجارت

غنم په وړو بدلول څه حکم لري ؟

فتوى شميره  (۱۵۷)

السلام علیکم یوه پوښتنه مې درلوده هغه داچې غنم او وړه یوجنس دی که نه؟  اوتبادله یی څنګه ده سودخو به نه وي؟

سایل .. محمد صابر عمری

 

الجواب وبالله التوفیق:

غنم او وړه یو جنس دی ، لهذا تبادله یې سود دی ، هغه که یو برابر وي ، که کم او زیات وي ټول صورتونه یې نا جایز دي .

الدلیل علی ذلک :

ولا یجوز بیع الحنطة بالدقیق ولا بالسویق ، لان المجانسة باقیة من وجه لانهم من اجزاء الحنطة والمعیار فیهما الکیل .

الهدایة ټوک : ۳ ، مخ : ۸۳ باب الرباء

قوله ( ولا یجوز بیع الحنطة بالدقیق ولا بالسویق ) یعنی لا متفاضلا ولا متساویا ، لان الحنطة و دقیقها و سویقها جنس واحد .

الجوهرة النیرة علی مختصرالقدوري ټوک: ۱ ، مخ : ۲۱۴ باب الرباء

وکذا في الاختیار لتعلیل المختار ټوک : ۲ ، مخ : ۳۲ باب الرباء .

والله اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close