جهاداوغنیمتونه
دمور او پلار اجازت نه بغیر جهاد ته تلل
سوال:یو هلک دی هغه وايي چې زه جهاد ته ځم خو مور راته اجازت نه راکوي نو سوال دادی چې ایا دغه کس بغیر دمور اجازت نه جهاد ته تللی شي؟
جواب:
جهاد چې کله فرض کفایه وي بیا دمور پلار اجازت ضروري دی البته چې کله جهاد فرض عین شي نو بیا دمور اوپلار اجازت ضروري نه دی او فرض عین هغه وخت ګرځې چې کله کافران په یو اسلامي ملک یا ښار حمله وکړي نو دهغه ملک په ټولو اوسیدونکو باندې جهاد فرض عین ګرځي.
هدایه کې دي:
(فإن هجم العدو على بلد وجب على جميع الناس الدفع تخرج المرأة بغير إذن زوجها والعبد بغير إذن المولى لأنه صار فرض عين وملك اليمين ورق النكاح لا يظهر في حق فروض الأعيان) هدایه کتاب السیر.
بدائع الصنائع کې دي:
(وكذا الولد لا يخرج إلا بإذن والديه أو أحدهما إذا كان الآخر ميتا لأن بر الوالدين فرض عين فكان مقدما على فرض الكفاية)بدائع الصنائع جلد۷ ص۹۸ کتاب السیر.