روژه او اعتکاف

په روژه کې په لاس سره د شهوت پوره کولو حکم

فتوی شمیره: (۱۵۹)

السلام علیکم ….

یوه پوښتنه لرم هغه دا چې څوک په روژه کې په قصد سره خپل ذکر ته حرکت ورکړي ( استمنا بالید وکړي ) نو څه حکم لري روژه ماتیږی که نه ؟

الجواب وبالله التوفیق :

په روژه کې په لاس سره د شهوت پوره کولو ( استمنا بالید ) سره روژه ماتیږي او قضا پرې لازمیږي او کفاره پرې نشته ، البته ګنهګار دی ؛ باید توبه وباسي او بیا داسې کار ونکړي .

الدلیل علی ذلک :

( وکذا الاستمنا بالکف  ) قال ابن عابدین  رح : ای فی کونه لا یفسد لکن هذا اذا لم ینزل اما اذا انزل فعلیه القضاء کما سیصرح به .

رد المحتار ، ټوک ۲ ، مخ : ۳۹۹ کتاب الصوم مطلب فی حکم الاستمنا‌ء بالید .

وکذا اذا جامع بهیمة ولم ینزل او میتة ولم ینزل او ناکح بیده ولم ینزل … وان انزل فی هذه الوجوه کان علیه الفضاء دون الکفارة .

فتاوی قاضی خان ټوک ۱ ، مخ : ۱۰۰ الفصل الخامس فیما یفسد الصوم

فقط والله اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close