
روژه او اعتکاف
د روژې لپاره نیت څه وخت پکار دی ؟
فتوی شمیره: (۱۶۰)
پوښتنه : د رمضان المبارک د روژې نېولو لپاره نیت څه وخت کول پکار دی ؟
سایل : عبدالحمید
الجواب وبالله التوفیق
ښه خبره دا ده چې د رمضان المبارک د روژې نېولو لپاره نیت د صبح صادق نه مخکې وشي . که نیت ترې پاتې شوی وي او څه خوراک څښاک یې هم نه وي کړی نو د نصف النهار ( غرمې ) نه یو ساعت وړاندې پورې نیت کولی شي .
نیت دومره کافي دی چې په زړه کې ووایي نن یا سبا ته زما روژه ده .
الدلیل علی ذلک :
( قوله وصح صوم رمضان والنذر العین والنفل نیته من اللیل الی ما قبل نصف النهار ) …
وعرف في المحیط بأن یعرف بقلبه أنه صوم ووقتها بعد الغروب ولا یجوز قبله .
البحرالرایق ټوک : ۲ ، مخ : ۲۷۹ ، اقسام الصوم
وکذا فی الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۹۵ کتاب الصوم ، الباب الاول
وکذا في مراقي الفلاح علی هامش الطحطاوي فصل فیما یشترط ثبت النیة مخ : ۳۵۲ . والله اعلم بالصواب
