طهارت او لمونځ

د سړي اوښځې په رکوع کې فرق شته او کنه ؟

فتوى شميره : (۱۶۱)

پوښتنه : د سړي او ښځې تر منځ په رکوع کولو کې څه فرق شته او کنه؟

سایل : محمد نور

 

الجواب وبالله التوفیق :
د سړي او ښځې په رکوع کولو کې فرق شته ، سړی به په رکوع کې ښه ټیټیږی چې سر اور ملا یې سره برابر شي او ښځه به ډیر زیات په رکوع کې نه ټیټیږي. بل داچې سړی به په ازادو ګوتو سره زنګون مضبوط نیسي په لاسونو به زور هم کوي ، ښځه به په بندو ګوتو سره زنګون نیسي او لاسو باندې به زور نکوي .
( قوله وحررنا فی الخزائن الخ) وذلک حیث قال تنبیه ذکر الزیلعی انها تختلف الرجل فی عشر وقد زادت اکثر من ضعفها …..تنحتی فی الرکوع قلیلا ، ولا تعقد ولا تفج فیه اصابعها بل تضمها وتضع یدیها علی رکبتیها ولا تحنی رکبتیها …..الخ
ردالمختار ټوک ۱ مخ ۵۰۴ کتاب الصلاة مطلب فی اطالة الرکوع للجائی ط سعید
( و ) یسن ( اخذ رکبتیه بیدیه حال الرکوع ( و ) یسن ( تفریج اصابعه ) …. (والمرأة لا تفرجها ) لان مبنی حالها علی الستر.
مراقی الفلاح مخ ۲۱۵ فصل فی سننها ط نورمحمد
وکذا فی حاشیة الطحطاوی علی مراقی الفلاح مخ ۲۰۹ فصل بیان سننها ط نورمحمد



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close