نکاح ، طلاق او کورني مسائل

خپلې ناسکه رضاعي ترور سره نکاح جواز نلري

دفتوی شمیره (۱۶۲)

پوښتنه :
اشرف له شکیبا سره واده وکړ دوه زامن یې پیدا شول ساجد اوبل شکور. د ساجد لور زینب پیدا شوه او دشکور زوی نوید پیدا شو . چی زینب او نوید د اشرف او شکیبا لمسي دي او د تره زوی او لور نکاح خو جوازلري . خو داشرف اوله ښځه شکیبا مړه شوه او بله ښځه یې وکړه چې مریم نومیږي مریم اوس د اشرف ښځه شوه او نوید ته یې شیدې ورکړې . ایا اوس نوید کولای شي چې زینب سره نکاح وکړي او کنه ؟ که کولاې شي په كوم دلیل او که نشي کولای نوم په کوم دلیل ؟
الجواب وبالله التوفیق :
لکه څرنګه چې په شریعت کې د نسب ناسکه ترور سره نکاح جواز نه لري همداسې خپلې ناسکه رضاعي ترور سره هم جواز نلري . او په ذکر شوي صورت کې کله چې مریم ته خپلې ناسکه نیا شیدې ورکړې نو مریم د نوید ناسکه رضاعي ترور شوه ، لهذا د دوی دواړو په خپل مینځ کې نکاح صحیح نده .

الدلیل علی ذلک :

قال الله تعالی : حرمت علیکم امهاتکم و بناتکم و اخواتکم و عماتکم …. الایة
وقال في الهندیة : و اما العمات فثلاث عمة لاب وام وعمة لاب وعمة لام .
الفتاوی العالمګیریة ټوک ۱ ، مخ : ۲۷۳ کتاب النکاح الباب الثالث
وعن عایشة رضی الله عنها قالت : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ان الله حرم من الرضاعة ما حرم من النسب .
مشکاة المصابیح مخ ۲۷۳ باب المحرمات



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close