ميراث او وصيت
د ښځې په میراث کې د بنځیو حق نشته
د فتوی شمیره (۱۶۳)
پوښتنه : السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!
جناب مولوی صاحب!
زما پوښتنه دا ده که چیرې د یوې ښځې میړه وفات شوی وي, او وروسته دا ښځه هم وفات شي, خو دا ښځه خپل اولاد نلري, نو آیا د دې ښځی جایداد یا وراثت د دې (بنځیو) یعنې د میړه اولاد ته رسیږي او که نه؟ پداسې حال کې چې د ښځې مور او پلار او وروڼه شته. که رسیږي څومره او په څه طریقه ؟
الجواب وبالله التوفیق :
په ذکر شوي صورت کې د مرحومې په میراث کې د بنځیو ( ناسکه اولاد ) حق نشته . بلکې د مرحومې ټوله ترکه ( منقوله ، غیرمنقوله او کومه چې ورته د میړه نه پاتې شوې ) د مرحومې د مور ، پلار او وروڼو حق دی ، د هغوی په مینځ کې به په شرعي طریقې سره تقسمیږي .
الدلیل علی ذلک :
و یستحق الارث باحدی خصال ثلاث : بالنسب وهوالقرابة ، والسبب وهو الزوجیة و والولاء .
الفتاوی العالمګیریة ټوک : ۶ ، مخ : ۴۴۷ کتاب الفرایض .
وکذا فی الدرالمختار ټوک : ۶ ، مخ : ۷۶۲ کتاب الفرایض .
فقط والله تعالی اعلم