روژه او اعتکاف

که مسافر روژه د ورځې ماته کړي !

د فتوی شمیره : (۱۶۵) پوښتنه : هغه مسافر چې د سخت کار په وجه روژه وخوري په دوی باندې کفاره ده او که فقط قضایي ؟ والسلام د ځواب په هیله ستاسو ورور شاه ولي ضمیر

الجواب وبالله التوفیق :

هغه مسافر چې د پنځلسو نه یې د کمو ورځو نیت کړی وي او یا هلته اوسیدل یې په خپل واک او اختیار کې نوي روژه ونیسي او بیا یې د ورځې ماته کړي نو کفاره پرې نشته البته قضایي پرې لازم ده .

 . الدلیل علی ذلک : وکذا لو نوی المسافر الصوم لیلا ….. ثم اصبح صائما لایحل له فطره فی ذلک الیوم ، ولو افطر لا کفارة علیه….الخ ردالمحتار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۴۳۱ ، قبیل مطلب یقدم هنا القیاس علی الاستحسان .

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close