طهارت او لمونځ

کومې تروشې اوبه چې له معدې نه خولې ته راځې نجسې دي او که پاکې ؟

د فتوی شمیره : (۱۷۰)


پوښتنه :
السلام علیکم . خولې ته د معدې نه چې کومې تروې ( تروشې ) اوبه راځي ، په کالیو ( جامو ) یا پر بدن ولګیږي څه حکم لري؟
پوښتنه کونکی : سمیع الله


الجواب وبالله التوفیق .
هر هغه اوبه چې له معدې نه خولې ته راشي او خوله پرې ډکه شي نجسې ( پلیتې ) دي ، اودس پرې ماتیږي . که په بدن او یا پر جامو ولګیږي پریمنځل یې ضروري دي . او که پر ډکه خوله نه وي بیا نه نجسې دي او نه ناقض الوضوء دي .
الدلیل علی ذلک : و ینقضه في ملأ فاه … او طعام او ماء اذا وصل الی معدته وان لم یستقر ، وهو نجس مغلظ .
الدرالمختار ، ټوک : ۱ ، مخ ۱۳۷ ، نواقض الوضوء
کذا فی البحرالرایق ، ټوک ۱ ، مخ : ۶۷ نوقض الوضوء
والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close