روژه او اعتکاف

که ناروغ په یوه روژه کې څو ځله خوراک وکړي !

دفتوی شمیره : (۱۷۱)


پوښتنه :
که چېرې یو سړی د ناروغۍ له امله یوه روژه دوه ځلې وخوري یوه روژه به قضای راوړي اوکه دوې؟
سایل : افغان جانان


الجواب وبالله التوفیق :
هغه ناروغ (مریض) چې روژه نېول ورته نقصان رسوي او یا مسلمان ډاکټر ورته د روژې ماتولو مشوره ورکړي او دی په یوه روژه کې څو ځله خوراک وکړي نو پر ده باندې فقط د یوې روژې قضا لازم ده .
الدلیل علی ذلک :
قال الله تعالی : ومن کان مریضا او علی سفر فعدة من ایام اخر . ( البقرة ۱۸۵)
المریض اذا خاف علی نفسه التلف او ذهاب عضو افطر بالاجماع وان خاف زیادة العلة و امتداده فکذلک عندنا وعلیه القضاء اذا افطر .
الفتاوی الهندیة ، ټوک ۱ ، مخ ۲۰۷ کتاب الصوم الباب الخامس
فقط والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close