روژه او اعتکاف

په قي کولو او واپس تېرولو سره روژه ماتیږي او کنه ؟

دفتوی شمیره: (۱۷۲)

پوښتنه :

که روژه دار سړی قی وکړي او څه برخه یې تېره شي نو روژه یې ماته شوه او کنه ؟
الجواب وبالله التوفیق :
بې اختیاره قي کولو سره روژه نه ماتیږي . که څه برخه قی په قصد سره واپس تېر کړي روژه یې ماتیږي او که بې اختیاره یې قی واپس تېر شو روژه یې نه ماتیږي .
الدلیل علی ذلک :
( وان ذرعه القی و خرج ) ولم یعد ( لایفطر مطلقا ) ملأ او لا ( فان عاد بلا صنعه ( و) لو هو ملء الفم مع تذکره للصوم ( لایفسد ) وقال ابن عابدین رحمه الله : وان کان ملء الفم واعاده او شیئا منه قدرالحمصة فصاعدا افطر اجماعا لأنه خارج ادخله جوفه و لوجود الصنع
الدرالمختار مع رد المحتار ، ټوک ۲ ، مخ : ۴۱۴ ، کتاب الصوم ، باب مطلب فی الکفارة
وکذا فی فتح القدیر ، ټوک : ۲ ، مخ ۲۵۹ باب ما یوجب القضاء والکفارة .
والله تعذالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close