ذبحه،قرباني،عقيقه

دمسجد امام ته دقربانۍ پوستکي ورکول

سوال:زمونږ دمسجد امام صاحب نصاب دی او خلک ورته دقربانۍ پوستکي ورکوي ایا دغه شان امام ته پوستکي ورکول جائزدي؟

جواب:

دراجح او مفتی به قول مطابق دقربانۍ پوستکی د نفلي صدقاتو څخه دي لهذا پخپله پوستکی که قرباني کونکی استعمال کې راولي جائزده او که غني او مالدار ته یې ورکوي هم جائزده البته که خرڅ یې کړ نو بیا دهغې پیسې صدقه کول ضروري دي.

(ويجوز الانتفاع بجلد الأضحية وهدي المتعة والتطوع بأن يتخذه فروا أو بساطا أو جرابا أو غربالا وله أن يشتري به متاع البيت كالجراب والغربال والخف ولا يشتري به الخل والزيت واللحم ولا بأس ببيعه بالدراهم ليتصدق بها وليس له أن يبيعها بالدراهم لينفقها على نفسه ولو فعل ذلك يتصدق بثمنه) خلاصة الفتاوی جلد۴ ص۳۲۱-۳۲۲کتاب الاضحیة.



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close