زکات،سرسايه اوعشر

د زکات نصاب څومره ده ؟

دفتوی شمیره (۱۷۳)

پوښتنه :
السلام علیکم و بعد : محترمه په نن سبا وخت کی د زکات لپاره کوم نصاب شرط دی؟  دسرو زرو اوکه د سپینو زرو؟  او د زکات لپاره قیمت د کوم یو نصاب شرط دی ؟ ځکه په قیمت کی یې ډیر فرق دی او که دا هم راته معلومه کړې چه څومره روپۍ دچاسره وي زکات پری واجب دی ؟  ډیره مهربانی به مو وي .
الجواب وبالله التوفیق :
د چا په ملکیت کې اوه نیمې تولې سره زر یا دوه پنځوس نیمې تولې سپین زر وي زکات پرې واجب دی . او که نصاب نه پوره کیږي بیا د سپینو زرو قیمت لګول معتبر دی .
که د چا په ملکیت کې دومره نغدې روپۍ وي چې دوه پنځوس نیمې تولې سپین زر پرې اخیستلی شي نو زکات پرې واجب دی .
الدلیل علی ذلک :
ولو ضم احد النصابین الی الاخر حتی یودي کله من الذهب او من الفضة لا باس به لکن یجب ان یکون التقویم بما هو انفع للفقراء قدرا او رواجا .
الفتاو العالمګیریة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۷۹ کتاب الزکاة الباب الثالث
و تضم قیمة العروض الی الثمنین والذهب الی الفضة قیمة
حوله : ایضا
فقط والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close