عقائداوفرقې
قبر ته سجده لګول څه حکم لري ؟
دفتوی شمیره : (۱۷۵)
پوښتنه :
ځینې خلک د قبرونو او زیارتونو ډېر احترام کوي تردې چې سجده ورته کوي او ځینو نور یې بیا ښکلوي دا کار د شریعت له نظره څه حکم لري ؟
الجواب وبالله التوفیق :
په قبرونو باندې سر کېښودل یا ورته سجده لګول که د تعظیم په نیت وي نو حرام دی ، او که د عبادت په نیت وي نو شرک دی ، د قبر یا مزار ښکلول یا یې دېوال ښکلول حرام دی .
الدلیل علی ذلک :
والسجدة حرام لغیره سبحانه .
شرح فقه الاکبر ، مخ : ۱۸۷
والمستحب لزیارة القبور أن یقف مستدبر القبلة مستقبلا وجه المیت ، وان یسلم ، ولایمسح القبر ولا یقبله ولا یمسه فان ذلک من عادة النصاری .
حاشیة الطحطاوي علی مراقی الفلاح ، کتاب الصلاة باب احکام الجنائز فصل فی زیارة القبور ، مخ ۶۲۱
ومن سجد للسلطان بنیة العبادة او لم یحضرها فقد کفر … ومن سجد لهم ان اراد به التعظیم ، ای کتعظیم الله سبحانه کفر. …. واما تقبیل الارض فهو قریب من السجود … وضع الجبین اقبح من وضع الخد .
شرح فقه الاکبر ، مخ : ۱۹۳