نکاح ، طلاق او کورني مسائل
ایا د دویم واده لپاره د لومړنۍ مېرمنې اجازه شرط ده ؟
دفتوی شمیره (۱۷۶)
پوښتنه : که چرته یو سړی یو واده ولري خو شهوت ورباندې زیات غالب وي او بل واده کول غواړي خو مېرمن یې اجازه نه ورکوي ، په دې صورت کې دویم واده کول څه حکم لري ؟
الجواب وبالله التوفیق :
شرعا د دویم واده کولو لپاره د لومړنۍ ښځې اجازه ضروری نده ، البته د دواړه ښځو په منځ کې انصاف او برابروالی ضروري دی . نو که څوک د دواړو ښځو حقوق ادا کولی شي او ظلم زیاتی ورڅخه نه کیږي نو دویم واده کولی شي ، او که حقوق یې نشي ادا کولی او یا د یوې مېرمنې ژوند ورسره تنګیږي بیا دې له دویم واده کولو څخه ډډه وکړي ځکه چې په احادیثو مبارکو کې د دوو مېرمنو په منځ کې د فرق کونکو لپاره سختې سزاګانې ذکر شوي دي.
الدلیل علی ذلک :
فانکحوا ما طاب لکم من النساء مثنی وثلث وربع فان خفتم ان لا تعدلو فواحدة . سورة النساء ۳
عن ابی هریرة رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم قال : اذا کانت عند الرجل امرأتان فلم یعدل بینهما جاء یوم القیمة وشقه ساقط .
مشکوة المصابیح ، مه ۲۷۹ باب القسم