روژه او اعتکاف

هغه ۱۳ شیونه چې روژه ورسره نه ماتیږي !

د فتوې شمېره ( ۲۲۸)

پوښتنه :

ایا روژه په مسواک ، عطر لګولو او د تندې ماتولو په خاطر غسل کولو سره ماتیږي او کنه ؟

مننه ، د ځواب په هیله


الجواب وبالله التوفیق :

روژه په لاندې ذکر شويو ۱۳ شیونو سره نه ماتیږي :

۱ : مسواک کولو سره .

۲: سر یا ږیرې باندې تېل لګولو سره .

۳ : سترګو تورولو یا په سترګو کې دوا اچولو سره .

۴ : عطر لګولو سره .

۵ : د ګرمي یا تندې له امله غسل کولو سره .

۶ : په پیچکارۍ لګولو سره .

۷ : په هېره سره خوراک کول .

۸ : بې اختیاره د ګرد ، لوګي یا مچ تېرېدلو سره .

۹ : په غوږ کې اوبو تللو یا دوا اچولو سره .

۱۰ : په خپله قي راتللو سره .

۱۱ : په خوب کې په غسل واجب کېدلو سره .

۱۲ : د غاښونو وینې کېدلو سره په دې شرط چې وینه د حلق نه تېره نه شي .

۱۳ : غسل د شپې فرض شوی وي خو د صبح صادق (سهار) نه وروسته غسل کولو سره .


الدلیل علی ذلک :

ولو احتلم فی نهار رمضان فآنزل لم یفطره ، لقول النبی صلی الله علیه وسلم : ( ثلاث لا یفطرن الصائم : القئ والحجامة والاحتلام ) ولانه لا صنع له فیه فیکون کالناسی …..

بدائع الصنائع ، ټوک : ۲ ، مخ : ۲۳۹ کتاب الصوم ، فصل فساد الصوم .

… ( اذا اکل الصائم او شرب او جامع ) …( ناسیا )…( او دخل حلقه غبار او ذباب او دخان )  ….او ادهن او اکتحل او احتجم ) …( او دخل الماء فی اذنه وان کان بفعله )… ( او خرج الدم من بین اسنانه و دخل حلقه ) یعنی ولم یصل الی جوفه ….. ( لم یفطر )

قوله ( وان وجد طعمه فی حلقه ) لان الموجود فی حلقه اثر داخل من المسام الذی هو خلل البدن ، والمفطر انما هو الداخل من المنافذ ، للاتفاق علی ان من اغتسل فی ما‌ء  فوجد برده فی باطنه انه لا یفطر …

ولا یکره للصائم شم رائحة المسک والورد ونحوه ….

الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۳ ، مخ : ۴۱۹ـ۴۲۸ . کتاب الصوم ، باب ما یفسد الصوم وما لایفسده

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close