حج او عمره

حج وکړم او که ځوی ته واده ؟

د فتوی شمیره (۱۷۷)


 پوښتنه :
له ما سره دومره روپۍ شته چې حج پرې ادا کړم خو زما د ځوی د واده نېټه هم نزدې ده ، پوښتنه داده چې په دغو روپیو باندې ځوی ته واده وکړم  او که حج ته ولاړ شم ؟


الجواب وبالله التوفیق :
په ذکر شوي صورت کې، که دغه روپۍ د حج د داخلو تر شروع کېدو څخه مخکې،  په واده یا په بل کار کې مصرف شي نو پر تا حج فرض ندی ، ځوی ته پرې واده کولی شې او که دحج داخلو تر وخته پورې ستا روپۍ مصرف نه شوې او دغه روپۍ د حج لپاره او تر ستنېدو پورې ستا د کورنۍ ټولو مصارفو ته کافي کیږي نو پر تا حج فرض دی او روپۍ په واده او یا په بل کار کې نشې مصرفولی، نو د حج داخله ضروری وکړه .
الدلیل علی ذلک :
قال الله تعالی : ولله علی الناس حج البیت من استطاع الیه سبیلا . ال عمران آیة : ۹۷
وعن علی رضی الله عنه قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : من ملک زادا او راحلة تبلغه الی بیت الله ولم یحج فلا علیه ان یموت یهودیا او نصرانیا . مشکوة المصابیح ، مخ : ۲۲۲ ، کتاب المناسک ، الفصل الثانی
ثم ما ذکر من الشرائط لوجوب الحج من الزاد والراحلة و غیر ذلک ، یعتبر وجودها وقت خروج اهل بلده الی مکة
الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۱ ، مخ ۲۱۹ کتاب المناسک



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close