طهارت او لمونځ
له غوږ څخه د نَو راتلل اودس ماتوي او کنه ؟
د فتوی شمیره (۱۷۸)
پوښتنه :
د احمد له غوږ څخه وخت په وخت نَو ( ژېړرنګه اوبه ) راځي نو په دې سره اودس ماتیږي او کنه ؟
الجواب وبالله التوفیق :
که د چا په غوږ کې زخم یا درد وي نو د نَو ( ژېړرنګه اوبو ) راتللو سره اودس ماتیږي او که زخم یا درد نوي بیا یې اودس نه ماتیږي .
الدلیل علی ذلک :
لا ینقض لو خرج من اذنه و نحوها کعینه وثدیه قیح ونحوه لصدید و ماء سرة و عین لا بوجع . وان خرج به ای بوجع ینقض لانه دلیل الجرح ،
الدرالمختار ، ټوک : ۱ ، مخ ۱۴۷ ، کتاب الطهارة ، مطلب