حج او عمره

زړې ښځې ته بغیر د محرم نه حج ته تګ روا نه دی

دفتوی شمیره (۱۷۹)


پوښتنه :

غلام جان په سعودي کې کار کوي ، دی غواړي چې دهغه زړه مور، د حج مبارکه فریضه ادا کړي. ایا دا جواز لري چې مور یې د تره زوی سره د کابل له هوایي میدان څخه تر جدې پورې لاړه شي ؟ او نور د حج مراسم به غلام جان پخپله ورسره ادا کوي .


الجواب وبالله التوفیق :

له کابل څخه تر جدې پورې مسافت، له شرعي حد نه هم زیات دی او د  ښځې لپاره ( هغه که زړه وي او که ځوانه ) دومره سفر بغیر له محرم څخه روا ندی . لهذا په ذکر شوي صورت کې د غلام جان مور له کابل څخه تر جدې پورې سفر د ده د تره زوی سره نشي کولی، ترڅو ورسره خپل میړه ، پلار ، زوی ، ورور او یا بل کوم محرم نه وي .

الدلیل علی ذلک :

عن ابی سعید الخدری رضی الله عنه قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : لا یحل لامراة تومن بالله والیوم الاخر ان تسافر سفرا یکون ثلاثة ایام فصاعدا الا ومعها ابوها او ابنها او زوجها او اخوها او ذو محرم منها .

الصحیح المسلم ، ټوک : ۱ ، مخ : ۴۳۴ ، باب سفر المراة مع محرم الی حج وغیره .

( و محرم او زوج لامراة فی سفر ) ای وبشرط محرم الی اخره کما فی الصحیحین ………………………………

واطلق المراة فتشمل الشابة والعجوز لاطلاق النصوص .

البحرالرایق ، ټوک : ۲ ، مخ : ۵۵۱ ـ ۵۵۲

والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close