
ذبحه،قرباني،عقيقهغير مصنف
بل چاته قرباني کول څه حکم لري ؟
د فتوی شمیره (۱۸۱)
پوښتنه :
مونږ په خارج کې اوسیږو ، هلته مونږ ته د قرباني کولو اجازه نوي ، نو ایا مونږ کولی شو چې پیسې افغانستان ته ولیږو تر څو مو خپلوان زمونږ لخوا پرې قرباني وکړي ؟
الجواب وبالله التوفیق :
په ذکر شوي صورت کې قرباني بالکل جایز ده ، او هیڅ قسم خبره پکې نشته البته که حالات سم وی او څه مشکل نوی نو بهتره داده چې سړی د قرباني لپاره څاروی په خپله خوښ کړي ، په خپل لاس ورته خواړه ورکړي ، په خپله یې حلال کړي یا د حلالې په وخت کې موجود وي او بیا یې د غوښې څخه لږ خوراک هم وکړي . که عذر وي یا د بل کوم شرعي مصلحت په خاطر څوک بل ځای ته د قرباني پیسې واستوي او هلته ورته خپلوان قرباني وکړي نو په اجر کې یې څه کمی نه راځي .
الدلیل علی ذلک :
ومنها : انه تجزئ فیها النیابة فیجوز للانسان ان یضحی بنفسه وبغیره باذنه لانها قربة تتعلق بالمال فتجزئ فیها النیابة کاداء الزکاة وصدقة الفطر سواء کان الاذن نصا او دلالة .
بدائع الصنائع ، ټوک : ۵ ، مخ : ۶۷ فصل واما کیفیة الوجوب.
و کذا في الشامي ، ټوک : ۶ ، مخ : ۳۱۵
