ذبحه،قرباني،عقيقه
په بندي باندې قرباني واجب ده او که نه ؟
دفتوی شمیره (۱۸۴)
پوښتنه : د ستاسو د دارالافتاء له مفتي څخه په مننې ، هغه بندي چې په كور كې زيات مال ولري ، په بندي خانه كې ورسره نوي ا ويا ورسره وي ، په داسې سړي د شريعت له مخې قرباني واجب ده او كه نه ؟
الجواب وبالله التوفیق :
هغه بندي چې مالک د نصاب وي ( پیسې ورسره په کور کې وي او که په بندیخانه کې ) قرباني پرې واجب ده ، نو د ده خوښه ده که په بندیخانه کې قرباني کوي که د بندیخانې د ادارې لخوا څه ستونزه او موانع نوي او که بل چاته پیسې ورکوي تر څو د ده له خوا قرباني پرې وکړي،
خو که بندي مسافر وي ، یعنې ددې بندی خانه د خپل کلي څخه د ۷۸ کلومېترۍ نه په زیات مسافت کې پروت وي ، قید یې له ۱۵ ورځو څخه کم وي او د قربانۍ ورځې پرې راشي بیا پرې قرباني واجب نه ده .
الدلیل علی ذلک :
وشرائطها الاسلام والاقامة والیسار ( قوله والیسار الخ ) بان ملک مائتی درهم او عرضا یساویها الخ .
الدرالمختار مع ردالمحتار ټوک : ۶ ، مخ ۳۱۲
فقط والله تعالی اعلم بالصواب