
تجارت
عشر د باغ پر اخیستونکي واجب دی او که پر پلورونکي ؟
دفتوی شمیره (۱۸۵)
پوښتنه :
السلام علیکم : که یو څوک د باغ مېوه له پخیدو څخه مخکې واخلي نو د دې مېوې عشر پر چا واجب دی ؟
د باغ پر پلورونکي او که پر اخیستونکي ؟
المستفتي : بهار جانان
الجواب وبالله التوفیق :
په ذکر شوي صورت کې که اخیستونکی د باغ مېوه له پخیدو څخه مخکې واخلي او په خپل ملکیت یې راولي نو عشر هم پر ده واجب دی ، او که مېوه تر پخیدو پورې د خرڅونکي په ملکیت کې وي نو بیا عشر پر خرڅونکي واجب دی .
د یادونې وړ ده چې : د شنې مېوې ( د فایدې اخیستو څخه مخکې ) خرڅول فاسد دي یعنې روا نه دی ، ځکه چې د خرڅ نه وروسته د شنې مېوې تر پخیدو پورې په باغ کې پرېښودل عام رواج دی او دغه پرېښودل بیعه فاسدوي ، البته که اخیستونکی دباغ میوه خپل قبضه کې راولی نو ملکیت ورته ثابتیږي. ځکه په فاسده بیعه کې ملکیت په قبض سره ثابتیږي .
الدلیل علی ذلک :
عن ابن عمر ان رسول الله صلی الله علیه وسلم نهی عن بیع الثمر حتی یبدو صلاحها
الصحیح المسلم باب النهی عن بیع الثمار قبل بدو صلاحها .
ولوباع الزرع ان قبل ادراکه فالعشر علی المشتري ولو بعده فعلی البائع .
رد المختار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۳۳۳ باب العشر
والله تعالی اعلم بالصواب