متفرق مسا‌‌ئل

د محرم الحرام په لسمه خیرات کول !

د فتوي شميره (۱۸۸)


پوښتنه :
ځېنې مسلمانان د محرم په لسمه ، یوولسمه یا دولسمه باندې حسن او حسین رضي الله عنهما ته د ثواب رسولو په نیت څه خوراکي شیاڼ پخوي ، یا شربت جوړوي او په خلکو کې یې تقسیموي نو دا څه حکم لري؟ او ددغه شیانو خوړل څه حکم لري ؟


الجواب وبالله التوفیق :
حسن او حسین رضی الله عنهما ته د ثواب رسولو په نیت خیرات کول جایز دی او دوی ته یې ثواب هم رسیږي خو په محرم الحرام پورې یې خاص کول او بل وخت یې نه کول صحیح نه دي . له دې امله له داسې کارو څخه ځان ساتل ضروري دي .
له دارنګه خیرات خوړلو څخه تر خپلې وسې ځان ساتل په کار دي تر څو د بدعاتو اشاعت او تایید ورسره ونه شي .
الدلیل علی ذلک :
عن عایشة رضی الله عنها قالت : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : من احدث في امرنا هذا ما لیس منه فهو رد . مشکوة المصابیح ، باب الاعتصام
فللانسان ان یجعل ثواب عمله لغیره عند اهل السنة والجماعة …ویصل ذلک للمیت وینفعه .
مراقی الفلاح ، مخ ۵۲۱ ـ ۶۲۲ ، کتاب الصلاة ، باب زیارة القبور
ومنها التزام العبادات المعینة في اوقات معینة لم یوجد ذلک التعین .
الاعتصام ، ټوک : ۱ ، مخ ۳۹
فقط والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close