
نکاح ، طلاق او کورني مسائل
ایا په موبایل باندې طلاق واقع کیږي او کنه ؟
دفتوی شمیره (۱۹۱)
پوښتنه :
که څوک خپلې مېرمنې ته د موبایل په ذریعه ووایي : ته پرما طلاقه یې ! نو ایا دا طلاق واقع کیږي او که نه واقع کیږي ؟
الجواب وبالله التوفیق :
په موبایل باندې هم طلاق واقع کیږي ، نو په ذکر شوي صورت کې طلاق واقع دی .
والدليل علي ذلک :
ثم المرسومة لا تخلو إما أن أرسل الطلاق بأن كتب: أما بعد فأنت طالق، فكما كتب هذا يقع الطلاق وتلزمها العدة من وقت الكتابة.
ردالمحتار ، ټوک ۳ ، مخ : ۲۴۶ , مطلب فی الطلاق بالکتابة
فقط والله تعالی اعلم بالصواب
