طهارت او لمونځ

هغه کس پسې لمونځ کول چې فلمونه ګوري

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمۃ اللہ وبرکاتہ: زما پوښتنہ دا ده چې یو فاسق او فاجر کس چې فلمونه گوري یا خلک پہ جنجال سرہ اختہ کوي یا دروغ ډیر وایي؛ داسې امام پسې لمونځ کیږي او که نه ؟ بل داچې یو گنھگار امام پسې لمونځ کیږي او کہ نہ؟ دغه شان که څوک کنځلې یو امام تہ کوي او ورپسې لمونځ کوی څنگہ بہ وی؟

ځواب:

۱-بغیر دتحقیق او ثبوت نه په چا الزام او عیب لګول سخته ګناه ده.

۲-په کبیرې اولویې ګناه کولو سره مسلمان فاسق ګرځي او دفاسق امامت مکروه تحریمي دی (ترڅویې چې ددغه فسق نه توبه نه وي ویستلې) او داسې امام لرې کول ضروري دي. خو په دې شرط چې بل کس داسې وي چې هغه دکبیرې (لویې ګناه) کونکی نه وي البته که ټول خلک برابر وي په فسق کې یا دینداره کس وي خو دامامت اختیارنه لري او خصوصا په هغه هیوادونو کې چې عموما امامان په کې دلویې ګناه مرتکبین وي او څوک دامام دلرې کولو حق هم نه لري نو بیا دیواځې لمونځ کولو نه دغه شان امام پسې لمونځ غوره دي.

۳- هغه امام چې دصغیره ګناهونو مرتکب او کونکی وي امامت یې صحیح دی بغیر دکراهیت نه.

۴-عالم دین ته کنځلې کول ګناه ده او کنځلې کونکی ورباندې فاسق ګرځي البته دامام په امامت اثرنه پریوځي او اقتداء ورپسې صحیح ده.

په هدایه کې دي:

ویکره تقدیم العبد والاعرابي والفاسق والاعمی وولدالزنا وان تقدموا جاز لقوله علیه السلام صلوا خلف کل بر وفاجر (هدایه ټوک ۱ مخ ۵۶)

اوعلامه بدرالدین عیني رحمه الله په بنایه شرح دهدایه کې ددې عبارت وضاحت کوي او فرمایي:

(والفاسق؛ لأنه لا يهتم لأمر دينه) ش: فيرد فيه الناس، وفيه تقليل الجماعة، وقال مالك: لا تجوز إمامة الفاسق بلا تأويل كالزاني وشارب الخمر، أما الفاسق بالتأويل كمن يسب السلف الصالح، فعنه فيه روايتان، وعن أحمد: فيه روايتان في جواز الاقتداء به مطلقا أصحهما المنع، وقلنا نحن والشافعي بجواز إمامته؛ لقوله عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ : صلوا خلف كل بر وفاجر ولأن ابن عمر وأنسا وغيرهما من الصحابة  رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ والتابعين صلوا خلف الحجاج الجمعة وغيرها مع أنه كان أفسق أهل زمانه.       ( البنیایه ج۲ص ۳۳۳)



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close