نکاح ، طلاق او کورني مسائل

په واده کولو کې د هلک او جینۍ رضا ضروري ده !

دفتوی شمیره (۱۹۳)


پوښتنه :

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

محترم مفتى صاحب له تاسو څخه يوه پوښتنه لرم خداى تعالى دې وکړي چې راته جواب يې کړئ   زما نوم عبدالرحمن ىي تقريبا اته کاله مخکې زما له اجازې پرته ، زما د مور او پلار په خوښه د يوى جینۍ سره واده وشو ، خو دا جینۍ ما مخکى نه وه  ليدلى او نه را نه مور او پلار د دې سره د واده کولو خبره کړی وو .

اوس مشکل دادى چې تر نن ورځې پورې زمونږ ژوند د اختلافاتو او مشکلاتو څخه ډک دى په وخت د جماع کې زه د پردیو ښځو سوچ او فکر کوم او بله دا چې کله زه ترې د جماع مطالبه وکړم نو انکار کوي نو د انکار په صورت کې زه د لاس څخه کار اخلم .

نو اوس دوه خبرې دي يوه دا چې په وخت د جماع کې د بلې اجنبۍ ښځې سوچ او فکر زما د پاره څنګه دى ؟ او د دې نه د بچ کېدو علاج راته وښايئ .

دوهم زه چى ترې کله د جماع مطالبه وکړم نو اکثر انکار کوي او زه بيا د لاس څخه کار اخلم نو آيا زما د پاره د لاس نه کار اخیستل جائز دي او که نه ؟ او د دې عمل نه د بچ کېدو علاج راته وښايئ .

والسلام عبدالرحمن جلال آباد افغانستان


الجواب وبالله التوفیق :

مور او پلار ته پکار ده چې د خپل ځوی او لور څخه د واده کولو په وخت کې  مشوره واخلي ، تر څو راتلونکی ژوند یې سوکاله شي او په خوشحالۍ ژوند وکړي ، زامنو ته هم په کار ده چې مور او پلار یې د چا سره نکاح وکړي دوی پرې راضي شي ځکه چې پلار نسبتا د اولاد څخه تجربه زیاته لري د جینۍ یا د هلک نسب ، اخلاق ، خوی ورته ښه معلومیږي، او اولاد ته هغه څه خوښوي چې د دوی پکې خیر وي .

تاسې دواړو ته زمونږ لخوا مشوره دا ده چې خپلو ګرېوانو ته سرونه ټیټ کړئ او فکر وکړئ چې د دې بدبختیو زیان چاته رسیږي ؟ او څوک زورول کیږي ؟ نو خپل ژوند پخپله سم کړئ ،  له مینې څخه ډک ژوند اختیار کړئ او مېرمن هم په حکمت سره پوه کړه ، چې خلاصون خو مو هسې هم نشته نو ولې بیا خپله زندګي بربادوو ؟ ترڅو به خاورې په سر یو؟ راځه چې خپل ژوند پخپله جوړ کړو او مېرمن باید د خپل مېړه خبره ومني ځکه چې په حدیث شریف کې راځي کومه ښځه چې د خپل مېړه سره ناغیړي کوي د هغې لمونځ او نور نېک اعمال نه قبلیږي ، په بل حدیث کې دي : کله چې مېړه ښځه خپلې بسترې ته راوغواړي او هغې ورته را نه شي نو ملائکې پرې لعنت وایي .

خاوند هم باید د خپلې مېرمنې ټول حقوق ور په ځای کړې ، ظلم زیاتی ورسره ونه کړې ، غوښتنو ته یې غوږ ونیسې او ښه چلند ورسره وکړې .

که په حکمت سره نه کیږي بیا درته شریعت د لږې سزا اجازه درکړې ده او سزا به دومره وي چې هډوکو ته یې زیان ونه رسیږي ، خو که بیاهم نه کیږي  بیا شریعت د طلاق اختیار درکړی دی تر څو ته ځان ته بل واده وکړې او مېرمن به دې خپل ژوند جوړ کړي. اوله دې غټ ناورین څخه به خلاصون بیا موموئ.

د خپلې مېرمن سره د کوروالي په وخت کې پردۍ ښځه په فکر کې راوستل روا نه دي  . همداسې د لاس څخه کار اخیستل هم ناروا عمل دی. کوشش وکړئ خپل منځه کې جوړه وکړئ او که تاسې جوړه نشی کولای د خپلو خپلوانو نه کومک او مرسته وغواړي ، او الله تعالی نه ا اصلاح او فلاح دعا ګانې غواړئ.

الدلیل علی ذلک :

ووصینا الانسان بوالدیه احسانا . الایة ( العنکبوت : ۸)

والتي تخافون نشوزهن فعظوهن واهجروهن في المضاجع واضربوهن فان اطعنکم فلا تبغوا علیهن سبیلا . النساء عن جابر رضی الله عنه قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ثلاثة لا تقبل لهم صلاة ولا تصعد لهم حسنة …. والمرأة الساخط علیها زوجها .

مشکواة المصابیح ، مخ ۲۸۳

عن ابي هریرة رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم قال : اذا دعاء الرجل امرأته الی فراشه فأبت أن تجئ لعنتها الملائکة حتی تصبح .

صحیح البخاري ، ټوک : ۲ ، مخ : ۷۸۲ .

والتحصین المطلوب بالنکاح لایحصل الا بالرغبة في المنکوحة

مرقات شرح مشکوة ، ټوک : ۳ ، مخ : ۴۱۱ .

واستوصوا بالنساء خیرا ! فانهن خلقن من ضلع وان اعوج شئ ، فی الضلع اعلاه فان ذهبت تقیمه کسرته ، وان ترکته لم یزل اعوج ، فاستوصوا بالنساءخیرا .

صحیح البخاري ، باب الوصایا بالنساء ، ټوک : ۲ ، مخ : ۷۷۹ .

قال ابوجعفر ولا ینبغي للرجل ان یزوج ابنته البکر البالغ الصحیحة العاقلة حتی یستأذنها ، فان سکتت کان ذالک اذنها بالقول ، وان أبت لم نجز تزویجه ایاه …. ومن جهة السنة ………..عن ابی هریرة رضی الله عنه قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم تسأمر الیتیمة في نفسها ، فان سکتت فهو اذنهاوان أبت فلا جوار علیها ومعلوم ان المراد بالیتیمة في هذا الموضع البکر ، لاتفاق الجمیع علی أن السکوت لا یکون اذنا الا فی البکر خاصة .

شرح مختصر الطحاوي ، ټوک : ۴ ، مخ : ۲۷۷ ـ ۲۷۸ ، کتاب النکاح .

ولا یجوز للولی اجبار البکر البالغة علی النکاح .

هدایة ، کتاب النکاح ، ټوک : ۲ ، مخ : ۳۱۴ .

والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close