زکات،سرسايه اوعشر

په ګروي ورکړل شوی کور باندې زکات شته او کنه ؟

د فتوی شمیره (۱۹۴)


پوښتنه :
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته زه د زکات په اړه یوه پوښتنه لرم هیله ده چې راته ځواب یې کړئ :
زه په خپله یو د اوسېدو کور لرم ، تېر کال مې یو دربند کور په پنځوس لکه ( ۵۰۰۰۰۰۰ ) لکه کلدارې واخیست بیا مې هغه کور چاته په پنځلس لکه ( ۱۵۰۰۰۰۰ ) افغانۍ په ګروي ورکړ ، زما پر ذمه د ګروي پنځلس لکه افغانۍ پاتې دي چې ماسره نشته ، نه مې چاته په قرض ورکړي ، نه مې چاته په کاروبار ورکړي او نور شپږ لکه ( ۶۰۰۰۰۰ ) کلدارې پوره وړی هم یم ، اوس په دغو شرایطو کې پر ما زکات فرض دی او که نه ؟ څومره اندازه زکات پر ما فرض دی ؟ هیله ده چې په پوره تفصیل سره ځواب راکړئ . مننه
المستفتي : اخترمحمد


الجواب وبالله التوفیق :
په ذکر شوي صورت کې کوم کور چې تا په ګروي ورکړی دی د هغه مالک ته یې او د مرتهن ( د چا سره چې په ګروي کې دی ) په لاس کې امانت دی او زکات یې پرتا واجب دی .
د زکات تفصیل یې په لاندې ډول دی :
کوم کور چې تا په ګروي ورکړی دی د هغه له اوسني قیمت څخه به خپل ټول قرضونه منفي کړې ، هغه پنځلس لکه افغانۍ به هم منفي کړې چې په بدله کې یې درنه په ګروي کور نېولی دی ، بیا که دومره روپۍ درسره پاتې شوې چې د زکات نصاب ته رسیږي نو د پاتې روپیو به زکات ورکړې او که پاتې روپۍ د زکات نصاب ته نه رسیږي بیا درباندې زکات واجب نه دی .
مثلا : ستا د پنځوس لکو روپیو کور اوس هم په پنځوس لکه روپۍ خرڅیږي ، نورې نغدې روپۍ درسره نه شته او پر تا باندې ټول قرضوه دېرش لکه روپۍ دي نو ته به د پاتې شلو لکو روپیو زکات ورکوې او که قرضونه هم پنځوس لکه روپۍ وي بیا درباندې زکات واجب نه دی .
الدلیل علی ذلک :
ومن کان علیه دین ویحیط بماله فلا زکاة علیه وان کان ماله اکثر من دینه زکی الفاضل اذا بلغ الی نصابه
هدایة ، ټوک : ۲ ، مخ : ۱۱۷ ، کتاب الزکات
ولا علی الراهن اذا کان الرهن في ید المرتهن ، کذا فی البحرالرایق .
الفتاوی الهندیة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۷۲
قلت لکن ارجع شیخ مشایخنا السائحاني في قول الشارح بعد قبضه الی المرتهن کما رأیته بخطه فی هامش نسخته ، ویؤیده أن عبارة البحر هکذا : ومن موانع وجوب الرهن اذا کان فی ید المرتهن بعدم ملک الید ، ولیس فیها ما یدل علی انه لایزکیه بعد الاسترداد .
ردالمحتار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۲۶۳ ، کتاب الزکاة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close