غير مصنف

فتوا: که مسافر په مقیم امام پسې دریږي

مسلسله شمېره : (۰۱)
نوم: محمد
سوال : که يو مسافر سړى په امام پسي څلور رکعتيز لمانځه دوه اخرني رکعتونه ونيسي نو امام خو سلام ګرځوي ، مسافر به دغه دوه رکعته کوي او که به هغه دوه تېر سوي هم پوره کوي ؟
جواب :  کله چي یو مسافر په مقيم امام پسي اقتداء وکړي ، داچي د مسافر څخه  دوه رکعته تېر سوي دي اوس به دغه مسافر پوره لمونځ کوي ، يعني که چيري څلور رکعتيز لمونځ وي څلور  رکعته به پوره کوي.
جواب : مولوي عبدالسلام
الجواب : صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
 دارالافتاء پښتو
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَلَوْ اقْتَدَى الْمُسَافِرُ فِي الرُّبَاعِيِّ وَلَوْ قَبْلَ السَّلَامِ  بِالْمُقِيمِ فِي الْوَقْتِ  وَلَوْ قَدْرَ التَّحْرِيمَةِ عَلَى الْأَصَحِّ (صَحَّ) اقْتِدَاؤُهُ ، وَيُتِمُّ  مَا شَرَعَ فِيهِ أَرْبَعًا. مجمع الانهر، ج۲ ،ص۲۴، باب صلاة المسافر


اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close