طهارت او لمونځ

د پلار وطن اصلي د زوی لپاره وطن اصلي ندی !

دفتوی شمیره (۱۹۶)


پوښتنه : السلام علیکم ورحمت الله

محترمو الله ج مو پخپل ټولو کارونو کې بریالي لره او الله ج مو ټول خدمتونه قبول او منظور کړه.

محترمه زما یوه پوښتنه ده که راته یې حل کړئ زه په سفر روان وم په لاره لاره کې په داسې ځای باندې تېرېدم چې هغه ځای زما د پلار او نیکه وطن اصلي دی زما پیدایښت او وطن اصلي بل ځای دی زه اوس مسافر بلل کیږم او که مقیم ؟ خو موږ ته له دې ځای څخه ګټه راځي او پلار مې ژوندی دی .


الجواب وبالله التوفیق :
که څوک په یو ځای کې د خپلې مېرمن سره د همېش لپاره اوسیدل اختیار کړي هغه ځای د ده لپاره وطن اصلي ګرځیږي . لهذا کله چې ستا وطن اصلي په بل ځای کې دی نو تاسې به د خپل پلار په وطن اصلي کې مسافر شمېرل کېږئ ، ځکه چې د پلار وطن اصلي د زوی لپاره وطن اصلي ندی . نو تر څو مو د پنځلس یا زیاتو ورځو تېرولو نیت نه وي کړی پلرني کلي کې به د قصر لمونځ کوئ

الدلیل علی ذلک :
فالوطن الاصلي ینتقض بمثله لا غیر وهو أن یتوطن الانسان فی بلدة اخری وینقل الاهل الیها من بلدته فیخرج الاول من ان یکون وطنا اصلیا له حتی لو دخل فیه مسافرا لا تصیر صلاته اربعا ، واصله ان رسول الله صلی الله علیه وسلم والمهاجرین من اصحابه رضی الله تعالی عنهم کانوا من اهل مکة وکان لهم بها اوطان اصلیة ثم لما هاجروا وتوطنوا بالمدینة وجعلوها دارا لانفسهم انتقض وطنهم الاصلي بمکة حتی کانوا اذا اتوا مکة یصلون صلاة المسافرین حتی قال النبی صلی الله علیه وسلم حین صلی بهم أتموا یا اهل مکة صلاتکم فانا قوم سفر . والله اعلم



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close