ميراث او وصيت
ایا خور له وروڼو څخه خپل حق جبرا ترلاسه کولی شي ؟
دفتوی شمیره (۱۹۷)
پوښتنه :
که وروڼه خپلې خور ته د پلار په میراث کې حق نه ورکوي نو ایا دغه خور له وروڼو څخه خپل حق جبرا اخیستلی شي او کنه ؟ یعنې دغه خور د خپلو زامنو په ذریعې سره په شریکې زمکې باندې قبضه کولی شي ؟
الجواب وبالله التوفیق :
کله چې وروڼه خپلې خور ته د پلار په میراث کې حق نه ورکوي ، نو خور چې له هرې جایزې لارې توانیدلی شي خپل حق دې ترلاسه کړي . که هغه د زمکې غصبول وي یا بل څه؟ البته له خپل حق څخه زیات نشي اخیستی .
او وروڼو ته هم په کار ده چې دخپلو خویندو حق ورکړي، د هغوی په حق د خیټه نه آچوي، د افغانستان ډیری خلک دخپلو خویندو حق په میراث کې نه ورکوی چې یوه لویه غمیزه ده.
عن عایشة رضی الله عنها قالت : دخلت هند بنت عقبة امرأة ابي سفیان علی رسول الله صلی الله علیه وسلم ان ابا سفیان رجل شحیح لا یعطني من النفقة ما یکفینی و یکفي بني ، الا ما اخذت من ماله بغیر علمه ، فهل علي في ذلک من جناح ؟
فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ( خذي من ماله بالمعروف ما یکفیک ویکفي بنیک . )
الصحیح لمسلم ، ټوک : ۲ ، مخ : ۷۵ کتاب الاقضیة ، باب قضیة هند
….. استدل الشافعي رحم الله علیه بحدیث الباب علی مذهبه ان الدائن ان ظفر بشئ من مال المدیون الباطل ، جاز له استیفاء دینه من ذلک المال ، سواء کان المال من جنس حقه او غیره …..
غیر ان المتأخرین من الحنفیة افتوا في هذه المسئلة بمذهب الشافعی .
تکملة فتح الملهم ، ټوک : ۲ ، من : ۵۷۸ کتاب الاقضیة ، باب قضیة الهند .
والله تعالی اعلم بالصواب