تجارت

په شریک کور کې که دیو ورور په نوم قباله ولیکل شي !

دفتوی شمیره (۱۹۹)


پوښتنه ‌:د کابل ټکي څخه په مننې چې زمونږ پوښتنو ته یې ځواب وایې، نن یو ځل بیا زحمت درکوم هیله ده چې ځواب یې کړئ .
د وروڼو ترمېنځ شرکت باندې د کوم شرکت احکام تطبیق کیږي ؟ که په مشترک کور کې زمکه واخیستل شوه ، په مشترکو پیسو خو قباله یې د یو ورور په نوم شوه ، اوس یې دا نورو وروڼو ته نه ورکوي ځکه چې قباله د ده په نوم ده . ایا دا نور وروڼو حق ورسره لري او کنه ؟ مننه


الجواب وبالله التوفیق :
کله چې پلار وفات شي ، ځامن په خپل مېنځ کې ترکه تقسییم نه کړي او هر ورور د خپل وس او توان په اندازې همت کوي دېته شرکت ملک وایي . په داسې مشترک کور کې په مشترکو پیسو زمکه یا بل شی واخیستل شي او یا نغدې پیسې وګټل شي نو دا به د ټولو وروڼو ترمېنځ په یو برابر تقسیمیږي ، خوېندو ته هم خپله برخه ورکوله کیږي .
لهذا په پوښتل شوي صورت کې اخیستل شوې زمکه د ټولو وروڼو ترمېنځ شریکه ده . څوک د شخصي ملک دعوه نشي کولی ، په قباله کې د یو ورور نوم لیکلو سره د ده شخصي ملکیت نه ګرځي ځکه چې دی د زمکې په اخیستلو کې د نورو وروڼو لخوا وکیل دی .
البته که داسې ګواهان ورسره وي چې دا زمکه یې په شخصي پیسو د خپل ځان لپاره اخیستې ده نو بیا یې دعوه صحیح کیږي.
الدلیل علی ذلک :
یقع کثیر من الفلاحین و نحوهم ان احدهم یموت فتقوم اولاده علی ترکته بلا قسمة ویعملون فیها من حرث وزراعة و بیع وشراء واستدانة ونحو ذلک وتارة یکون کبیرهم هو الذي یتولی مهما منهم ویعملون عنده بامره کل ذلک وجه الاطلاق والتفویض لکن بلا تصریح بلفظ المفاوضة ( الی ان قال ) فاذا کان سعیهم واحدا ولم یتمیز ما حصله کل واحد منهم بعمله یکون ما جمعوه مشترکا بینهم بالسویة وان اختلفوا فی العمل والرأی کثرة وصوابا کما افتی به فی فتاوی الخیریة .
الشامي ، ټوک ۴ ، مخ : ۳۰۷ ( ماخوذ من الجامع الفتاوی ۸/۴۰ )
وان اضافه الی دراهم مطلقة فان نواها للامر فهو للامر وان نواها لنفسه …. وان تکاذبا فی النیة یحکم النقد بالاجماع لانه ظاهرة علی ما ذکرناه .
الهدایة ، ټوک : ۳ ، مخ : ۱۸۳



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close