متفرق مسا‌‌ئل

خپل پلار ته حقه وینا کول څه حکم لري ؟

دفتوی شمیره (۲۰۳)


زما پوښتنه داده : ایا زه خپل پلار ته حق ویلی شم ؟ او که ورته ووایم هغه پرې خپه کیږي .

المستفتي : ارمان ارماني


الجواب وبالله التوفیق :
شرعا مور او پلار پر اولاد ډېر زیات حقوق لري ، تر هغې به د مور او پلار خبره منل کیږي ترڅو چې د شریعت سره ټکر ونه خوري، دوی ته به هیڅ تکلیف نه رسول کیږي تردې چې د هغوی تر وړاندې د اف ویلو څخه یې هم منع شوې ده ،
له دې امله که څوک خپل پلار په کوم غلط کار وویني او د زوی په وینا خپه کیږي نو زوی دې مخامخ خبره نه ورته کوي بلکې د بل کوم عالم او یا مخور سړي په ذریعه دې د اصلاح کوشش وکړي او پخپله دې ورته د نېکو اعمالو د توفیق غوښتلو دعاګانې کوي .
الدلیل علی ذلک :
قال الله تبارک وتعالی : ولاتقل لهما اف ولاتنهرهما وقل لهما قولا کریما ( سورة الاسراء ۲۳
اذا رای منکرا من والدیه یأمرها مرة ، فان قبل فبها ، وان کرها سکت عنهما واشتغل بالدعاء لهما ، فان الله تعالی یکفیه ما اهمه من امرهما
ردالمختار ، ټوک ۴ ، مخ ۷۸ کتاب الحدود ، باب التعزیر ، مطلب في تعزیرالمتهم
وبالله تعالی التوفیق



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close