متفرق مسا‌‌ئل

په ژوندانه ځان ته قبر تیارول څه حکم لري ؟

د فتوی شمیره (۲۰4)


پوښتنه :

ځنې کسان خپل ځان ته په خپل ژوند کې قبر تیاروي، ایا داسې کار کول د شریعت له نظره جواز لري ؟


الجواب وبالله التوفیق :

هر انسان باید د قبر او داخرت خوښۍ ، نعمتونه او عذابونه په یاد ولري او د هغه ژوند لپاره تیاری ونیسي ، نو که څوک د مرګ د یادولو په خاطر ځان ته قبر جوړ کړي جایز دی ، ځکه چې زموږ ډېر اسلافو لکه عمر بن عبدالعزیز او ربیع بن خیثم رحمهماالله هم ځانوته تیار قبرونه جوړ کړي وو .

الدلیل علی ذلک :

(قوله: ويحفر قبرا لنفسه)     أي ولا بأس به. وفي التتارخانية: لا بأس به، ويؤجر عليه، هكذا عمل عمر بن عبد العزيز والربيع بن خيثم وغيرهما. ردالمحتار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۲۴۴ ، مطلب في زیارة القبور

وکذا في مراقی الفلاح ، ټوک : ۱ ، مخ : ۲۲۸ ، فصل في حملها و دفنها.

والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close