
متفرق مسائل
غیر واضح عکس سره لمونځ کول !
د فتوی شمیره (۲۰۵)
پوښتنه : ځینې شرکتونه جورابو باندې واړه عکسونه جوړوي سترګې ، خوله او پوزه یې نه ښکاري ، له لږ فکر وروسته څرګندیږي چې د پړانګ یا د هوسۍ عکس دی ، د داسې جورابو سره لمونځ کیږي او کنه ؟
الجواب و بالله التوفیق :
له هغو عکسو سره لمونځ نه سهي کیږي چې غټ وي او سړي ته بې له دقیق نظره څرګند شي چې عکس دی . په پوښتل شوي صورت کې ویل شوي چې عکسونه واړه دي او د پوره دقت نه بغیر نه ښکاری نو په دې صورت کې دداسې واړه عکسونو سره لمونځ سهي کیږي.
الدلیل علی ذلک :
ولايکره……(أو كانت صغيرة) لا تتبين تفاصيل أعضائها للناظر قائما وهي على الأرض، ذكره الحلبي (أو مقطوعة الرأس أو الوجه) ردالمحتار علی درالمختار ، ټوک : ۱ ، مخ ۶۴۷ ، کتاب الصلاة ، فرع لا بأس بتکلیم ..
والله تعالی اعلم بالصواب ،