زکات،سرسايه اوعشر

ایا په کرایه ورکړل شويو دوکانونو او کورونو کې زکات شته ؟

دفتوی شمیره (۲۰۶)


پوشتنه  : محترم مفتی صیب السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!

زما پوشتنه دا ده ، چې که یو نفر زمکه او جایداد ولري، یا کورونه یا دوکانونه چی په کرایه یې ورکړي وي، پر دغه کس زکات په څه ډول دی ؟ مننه، جزاک الله خیرا


الجواب وبالله التوفیق :
هغه کور او دوکان چې په خپله پکې اوسیږي یا یې په کرایه ورکړی وي زکات پکې نشته ، البته که د کرایه روپۍ یا د ټولې نغدي شتمنۍ سره د زکات نصاب ته رسیږي نو د کال په تېریدو سره زکات هم پرې واجبیږي .
الدلیل علی ذلک :
ولازکاة فی ….. (وأثاث المنزل ودور السكنى ونحوها) وكذا الكتب وإن لم تكن لأهلها إذا لم تنو للتجارة وقوله ونحوها: أي كثياب البدن الغير المحتاج إليها وكالحوانيت والعقارات . درالمختار مع ردالمحتار ټوک : ۲ ، مخ : ۲۶۵ کتاب الزکاة
فقط والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close