متفرق مسائل
د موبایل په زنګ باندې تلاوت یا اذان لګول څه حکم لري ؟
د فتوی شمیره : (۲۰۷)
پوښتنه : ځینې خلک موبایل ته په راتلونکي زنګ باندې د قران کریم تلاوت یا ښایسته اذان لګوي د دې څه حکم دی ؟
الجواب وبالله التوفیق :
د قران کریم یا اذان اورېدلو څخه مقصد د الله جل جلاله ذکر او ثنا وي . شرعا د الله جل جلاله ذکرد بل شي لپاره آله جوړول جواز نه لري . لهذا د موبایل په زنګ باندې تلاوت یا اذان لګول روا نه دي ، باید ځان ترې پرهیز وشي . د دې پر ځای ساده زنګ چې ساز ورسره نه وي ، ترانه یا نظم لګول په کار دي .
الدلیل علی ذلک :
وقد کرهوا والله اعلم و نحوه لاعلام ختم الدرس حین یقرر . قوله ( لاعلام ختم الدرس ) اما اذا لم یکن اعلاما بانتهائه لا یکره . لانه ذکر و تفویض ، بخلاف الاول فانه استعلمه آلة لاعلام ونحوه اذا قال الداخل یا الله مثلا لیعلم الجلاس بمجیئه لیهیؤا له محلا ویوقروه ، واذا قال الحارس : لا اله الا الله و نحوه لیعلم باستیقاضه ، فلم یکن المقصود الذکر ، واما اذا اجتمع القصدان یعتبر الغالب کما اعتبر فی نظائره .
الدرالمختار مع رد المحتار ، ټوک : ۵ ، مخ : ۳۰۶ ، کتاب الحظر والاباحة .
والله تعالی اعلم بالصواب