
طهارت او لمونځ
ایا د ښځې او سړي په لمانځه کې توپیر په حدیث سره ثابت دی ؟
دفتوی شمیره : (۲۰۸)
پوښتنه :
ځېنې خلک وایي چې احناف د ښځې او سړي رکوع او سجده کولو کې توپیر یا داسې نور توپیرونه له ځانه کوي ، شرعي دلیل نه لري، حال دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي (صلوا کما رأیتموني اصلي ) یعنې زما په شان لمونځ وکړئ دا خطاب ښځو او سړو ټولو ته دی. باید دواړه په یو ډول لمونځ ادا کړي . ایا د دوی دا خبره صحیح ده ؟
المستفتي : نعمت الله
الجواب وبالله التوفیق :
لکه څنګه چې د ښځې او سړي بدني پیدایښت ( جوړښت ) کې فرق شته همداسې شریعت په شرعي احکامو کې لکه طهارت ، روژه ، حج او په ځانګړي ډول د لمانځه په ځینو مسایلو کې هم توپیر کړی دی . ترڅو مېرمنو ته کامل ډول سره ستر ( پرده ) راشي ، اندامونه یې پټ وي او څرګند نه شي .
او ډېری داسې احادیث مبارکه شته چې په هغو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ښځو ته په رکوع او سجده کې د راغونډېدو امر کړی دی او ورته یې ویلي دي چې ښځه د سړي په شان نه ده .
د امت اجماع هم پر دې ده چې باید د ښځې او سړي د لمانځه په ځینو رکنونو کې توپیر وشي .
الدلیل علی ذلک :
عن یزید بن حبیب رضی الله عنه انه صلی الله علیه وسلم مر علی امرأتین تصلیان ، فقال اذا صلیتما فضما بعض اللحم الی الارض فان المرأة لیست فی ذلک کالرجل .
رواه ابوداود فی مراسیله والبیهقي . مخ : ۱۱۷
عن ابن عمر رضی الله عنهما مرفوعا : اذا جلست المرأة فی الصلاة وضعت فخذها علی فخذها الاخری فاذا سجدت الصقت بطنها علی فخذها کاستر ما یکون فان الله تعالی ینظر الیها فیقول یا ملئکتي اشهدکم ان قد غفرت لها .اعلاء السننن ، ټوک ۳ ، مخ : ۳۱
قال علی رضی الله عنه : ( اذا سجدت المرأة فلتحتفز ولتضم فخذيها )
مصنف ابن ابی شيبه ، ټوک ۱ ، مخ : ۳۰۲
ويسن وضع المرأة يديها الخ” المرأة تخالف الرجل في مسائل منها … وترفع يديها حذاء منكبيها ولا تفرج أصابعها في الركوع وتنحني في الركوع قليلا بحيث تبلغ حد الركوع فلا تزيد على ذلك لأنه أستر لها وتلزم مرفقيها بجنبيها فيه وتلزق بطنها بفخذيها في السجود وتجلس متوركة … ولا تؤم الرجال…
حاشیة مراقی الفلاح ، ټوک : ۲ ، مخ : ۲۵۹
وکذا فی مفنی لابن قدامة ټوک ۱ مخ ۵۶۲ کتاب الحنابلة ، وکذا فی کتاب الام للامام الشافعی ټوک ۱ مخ ۵۱۱ ،
